د کندهار ارغستان کې لسګونو کسان د لبنیاتو، تازه مېوو او سبو پروسس په برخه کې روزل کېږي

mail-admin
Sat, Dec 07 2024 2:33 PM
د کندهار ارغستان کې لسګونو کسان د لبنیاتو، تازه مېوو او سبو پروسس په برخه کې روزل کېږي

  ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د (آی، آر، یو، کي) ادارې په مالي او د اسلامي هوساینې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ، د ارغستان ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، ددې ولایت ۴۰۰ اړمنو او بېوزلو کسانو ته د لبنیاتو، تازه مېوو او سبو پروسس کولو په برخه کې روزنه ورکول کېږي. د دې روزنې موخه د تازه محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوی او د ګډونوالو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د اچار جوړولو، د لبنیاتو څخه د ګټې اخیستنې، دمېوو په ښه توګه پروسس کولو او مربا جوړولو اړوند عملي او نظري روزنه ورکول کېږي. د دې پروګرام اصلي موخه د تازه مېوو، سبو او لبنیاتو د ضایع کېدو مخنیوی، د تازه محصولاتو لپاره بازار موندنه، بېوزلو خلکو ته د کار فرصتونه برابرول او د کرنې او مالدارۍ سکتور ته وده ورکول دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایی، چې دا روزنیز پروګرام به په ۱۶ ټولګیو کې ترسره شي، چې په هر ټولګي کې به ۲۴ کسان ګډون ولري. ګډونوالو ته به هم عملي او هم نظري روزنه ورکول کېږي، چې دا روزنه به ۱۵ ورځې دوام وکړي.
د روزنیز پروګرام ګډونوال هم له دې اقدام څخه خوښي څرګندوي او وايي، چې دغه زده کړې به د دوی په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راولي. هغوی د کرنې ریاست څخه د دې ګټور اقدام لپاره مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې ورته روزنیز پروګرام په ارغنداب ولسوالی کې هم پیل شوی دی، چې په ترڅ کې یې ۲۰۰ کسانو ته روزنه ورکول کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS