د کرنې وزارت پر تشکیلاتو بیا کتنه کیږي

content_admin
Sun, Nov 03 2019 9:39 AM
 د کرنې وزارت پر تشکیلاتو بیا کتنه کیږي

۱۱ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی؛ د کرنې وزارت د تشکیلاتو د بیاکتنې خبره کوي او وایي، چې دا اقدام په ولایتونو کې د چوپړونو د غزېمنتیا په پار د کابینې د پرېکړې پر اساس تر سره کیږي.
د هغه درې ورځنۍ ورکشاپ په پرانیست غونډه کې، چې د کرنې وزارت اړوند د ولایتونو د بشري سرچینو د مدیرانو په شتون کې د کرنې په وزارت کې په لاره اچول شوې وه ښآغلی درانی وویل، چې هغه د کرنې وزارت له شته تشکیلاتو خوښ نه دی، ځکه چې ددې وزارت د کارکوونکو ډېری تمرکز په کابل کې دی. د کرنې وزیر دې ته په ټینګار سره، چې د بشري سرچینو اهمیت د مالي او عایداتي سرچینو له اهمیت څخه کم نه دی زیاته کړه: «ټول بشري سرچینو ته بیا کتنه کیږي او د پست د ځانګړې شرایطو او ځانګړي تحصیلي او تجربي شرایطو ته په کتو کارکوونکي ځای پر ځاییږي.»
نصیر احمد درانی وایي، دکرنې وزارت مصمم دی، چې د خپلو اړوندو بنسټونو بشري سرچینو ته په جدي توګه بیا کتنه وکړي او په ولایتونو کې د چوپړونو وړاندې کولو ته لا ډېر او ښه زمینې برابرې کړي. هغه وویل: «پر تشکیلاتو بیا کتنه کیږي؛ که هغه د تشکیلاتو له اړخه وي او که د اغېرمنتیا له ړخه، د اړتیا وو له اړخه وي او که د افرادو د کیفیت له اړخه چې هلته کار کوي. حکومت یې پلي کولو ته ژمن دی.»
په همدې حال کې د کرنې وزیر د کرنې وزارت اړوند د بشري سرچینو له رییسانو او مدیرانو وغوښت، چې د اصلاحاتو او د بشري سرچینو د بیا کتنې په برخه کې جدي او اړینه پاملرنه ولري او د خلکو منافع د خپلو نږدې کسانو تر منافع لوړ وګڼې. هغه وویل، چې اصلاحات باید د ولایتونو د عیني واقعیتونو پر اساس تر سره شي.
په ورته وخت کې د اداري اصلاحاتو د کمیسون د ملکي خدمتونو لوی رییس احمد مسعود توخي وایي، چې د ټولو دولتي اداراتو په کچه د بشري سچینو د بیا کتنې اصلي موخه هېوادوالو ته د چوپړونو د وړاندې کولو ښه والی او له کمو امکاناتو څخه اعظمي استفاده کول دی. ښاغلی توخي وویل، چې کېدای شي، ځیني کسان د بشري سرچینو د بیاکتنې د لړۍ په پیل سره د بیکاره کېدو اندېښنه ولري، خو ټینګار یې وکړ، چې په ولایتونو کې د چوپړونو وړانډې کولو ته ډېر ټینګار کیږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS