د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون پای ته ورسېد

mail-admin
Tue, Oct 22 2024 2:27 PM
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون پای ته ورسېد

ا لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې له ۲۵ څخه تر ۲۸ نیټې پورې د څلورو ورځو لپاره د سلګونو تولیدونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونو زرو لیدونکو په ګډون د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوې وه پای ته ورسېد.
د دغه نندارتون له لارې بزګرانو او تولیدونکو د راتلونکو همکاریو په موخه له متشبثینو، سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادرونکو سره تړونونه، هوکړه لیکونه او ژمن لیکونه لاسلیک کړل.
د دغه نندارتون د تنظیم کوونکو د شمېرو له مخې، د یاد نندارتون د پلور، قراردادونو، ژمنو او هوکړه لیکونو ټولیز ارزښت څه باندې ۷۵ میلیونه ۲۲۳ زره افغانیو ته رسېږي.
په دغه نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او لاسي صنایعو په برخه کې د ۴ میلیونه ۷۷۴ زره ۳۴۰ افغانیو په ارزښت محصولات پلورل شوي، د ۱۵۳ میلیونه ۵۳۶ زره ۵۸۰ افغانیو په ارزښت؛ ۶۸ قراردادونه، د ۵ میلیونه ۹۹۹ زره او ۸۹۴ افغانیو په ارزښت ۵۷ ژمنې لیکونه او د ۱۰ میلیونه ۹۱۶ زره ۳۹۹ افغانیو په ارزښت ۸۹۴ تړونونه لاسلیک شوي دي.
په دې نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، کرنیز او د مالدارۍ پروسس شوي توکي، کرنیز ماشینونه، لاسي صنایع، وطني غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، ډول ډول مثمر او غیر مثمر نیالګي، د برېښنا تولیدوونکي لمریزې دستګاوې او نور ډول ډول توکي په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي وو چې له دې ډلې څخه ۵۶ غرفې یې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې وې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS