ننګرهار کې د څارویو سرشمېرنه پیلېږي

mail-admin
Thu, Oct 17 2024 12:41 PM
ننګرهار کې د څارویو سرشمېرنه پیلېږي

۲۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې په ننګرهار کې د څارویو ملي سرشمېرنه پېلېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ننګرهار مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د څارویو معلومولو، وضعیت ارزولو او داړتیا په وخت کې د بېړنیو مرستو رسولو په موخه سروې ترسره کوي.
ښاغلي محسن وویل، چې په همدې موخه ۶۹ وترنر داکترانو ته د سرشمېرنې ترسره کولو په پار څلور ورځنۍ روزنه پیل شوه او په راتلوونکي څو ورځو کې به عملآ سرشمېرنه پیل شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ختیځ زون مسؤل انجینر خوشحال اصفي وویل دا لومړی ځل دې چې د څارویو سر شمېرنه ترسره کیږي، چې د مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا کې مهم ل لري. 
ښاغلي اصفي وویل وړاندې تر دې د مالدارۍ کره شمېره موجود نه وه خو ددې سروې په تکمیلیدو سره به دمالدارۍ بشپړ ارقام موجود وي، چې دمحصلینو ترڅنګ په نورو احصایوي برخو کې به وکارول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS