د کابل ولایت ۱۵ زرو بزګرانو لپاره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه  

mail-admin
Sun, Oct 06 2024 9:45 AM
د کابل ولایت ۱۵ زرو بزګرانو لپاره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه  

د کابل ولایت بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او تورې او سپینې کیمیاوي سرې د څه باندې ۴۵ زره بوریو وېش لړۍ، په قره باغ ولسوالۍ کې په دې موخه جوړې شوې غونډې کې پیل شوه.  
په دې غونډه کې د کابل د کرنې رییس مولوي عبیدالله حقاني، د پکو مووسسې رییس شفیق الله شیراني، د قره باغ ولسوالۍ مرستیال مولوي یعقوب او بزګرانو ګډون کړی و.  
دا اندازه د غنمو اصلاح شوی تخم او سره د کابل په ۱۴ اداري واحدونو کې ۱۵ زرو اړمنو بزګرانو ته د مني کښت لپاره وېشل کېږي چې پیل یې د قره باغ له ولسوالۍ څخه وشو.  
د کابل د کرنې رییس د دې توکو د وېش په پرانیست غونډه کې بزګرانو ته وویل چې له موجوده تخم او وېشل شوې سرو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي او د ترویج په موخه دې نورو بزګرانو سره هم همکاري وکړي.  
همدارنګه ښاغلي حقاني له ګډونوالو وغوښتل چې د عشر او زکات راټولولو په برخه کې د کرنې وزارت له کارکوونکو سره همکاري وکړي او دا خپله شرعي وجیبه وګڼي.  
ورپسې د پکو مووسسې رییس خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې بزګران باید دا اندازه تخم او سره، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په همکارۍ چمتو شوي دي، په مناسب ډول وکري او له سرو څخه ښه ګټه پورته کړي. موږ به بزګرانو ته د نوې کرنې لارې هم ور زده کړو، چې حاصلات یې ډېر شي.  
ورپسې د قره باغ ولسوالۍ مرستیال مولوي یعقوب وینا وکړه او قره باغ یې د کرنې او بڼوالۍ ولسوالۍ وبلله او له کرنې وزارت څخه یې وغوښتل چې د دغې ولسوالۍ بزګرانو او بڼوالو سره لا زیاتې مرستې وکړي.  
هېره دې نه وي هر بزګر ته، یوه ۵۰ کیلوګرامه بورۍ د غنمو د تخم، یوه ۵۰ کیلوګرامه بورۍ توره سره او یوه ۵۰ کیلوګرامه بورۍ سپینه سره د کابل په ۱۴ اداري واحدونو کې وېشل کېږي.

افتتاح توزیع گندم بذری و کود کیمیاوی برای ۱۵ هزار دهقان در ولایت کابل
روند توزیع بیش از 45 هزار بوری گندم اصلاح شده بذری و کود کیمیاوی سیاه و سفید برای دهقان ولایت کابل طی  برنامه‌ای در ولسوالی قره‌باغ ولایت کابل آغاز شد.
در این مجلس مولوی ‌عبیدا‌لله‌ حقانی رئیس زراعت کابل، شفیق‌الله ‌شیرانی رئیس موسسه پکو، مولوی یعقوب معاون ولسوال قره‌باغ و دهقانان حضور داشتند.
این مقدار گندم اصلاح شده بذری و کود برای ۱۵ هزار دهقان نیازمند به منظور کشت خزانی در ۱۴ واحد اداری کابل توزیع می‌گردد و افتتاح آن از ولسوالی قره‌باغ صورت گرفت.
رئیس زراعت کابل در مجلس افتتاح این مواد  به دهقانان گفت از تخم موجود و کودهای توزیع شده بصورت درست  استفاده نموده و برای ترویج آن به دهقانان دیگر همکاری نمایند.
همچنان آقای حقانی از حاضران خواست که در قسمت جمع‌آوری عشر و زکات با کارمندان وزارت زراعت همکاری نموده و برای این وجیبه شرعی خود را مکلف بدانند.
بعد از آن رئیس موسسه پکو به ایراد سخن پرداخت و اظهار داشت دهقانان باید بصورت مناسب این مقدار تخم و کود را در همکاری سازمان خوراک و زراعت ملل متحد فراهم شده است را کشت و از کود استفاده بهتر نمایند و ما روش‌های کشت نوین را نیز به دهقانان آموزش می دهیم تا حاصل بیشتر نصیب شان گردد.
بعد از آن مولوی یعقوب معاون ولسوال قره باغ سخنرانی کرد و قره باغ را ولسوالی زراعتی و باغداری عنوان نمود و از وزارت زراعت خواست به دهقانان و باغداران آن کمک بیشتر نمایند.
قابل ذکر است برای هر دهقان ۱ بوری ۵۰ تخم گندم، ۱ بوری ۵۰ کیلویی کود سیاه و ۱ بوری ۵۰ کیلویی کود سفید در ۱۴ واحد اداری کابل توزیع می‌گردد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS