پکتیا کې د جلغوزیو د پروسس او بسته‌بندۍ معیاري کارخونه جوړیږي

content_admin
Sat, Oct 26 2019 9:46 AM
پکتیا کې د جلغوزیو د پروسس او بسته‌بندۍ معیاري کارخونه جوړیږي

۲ لړم ۱۳۹۸
په پکتیا کې د لومړي ځل لپاره د جلغوزیو د پروسس او بسته‌بندۍ معیاري کارخونه جوړېږي.
جلغوزه د افغانستان هغه محصول دی، چې په وروستیو کلونو کې ورته لازمه پاملرنه شوې او اوس افغان حکومت او خصوصي سکټور غواړي په دې برخه کې لازمه پانګونه وکړي.
د یاد جوړېدونکي کارخونې مشر محبوب الله وویل، چې په دغه کارخونه کې شپږ میلیونه او دوه لکه امریکایي ډالر لګول کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې د یاد کارخونې په جوړېدو سره به د اقتصادي ودې تر څنګ خلکو ته د کار زمینه هم مساعده شي.
اوس‌مهال په هېواد کې ۴۳ زره هکټاره ځمکه په پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار او لغمان کې د جلغوزیو په ونو پوښلې ده.
په افغانستان کې د جلغوزیو د پروسس او بسته‌بندیو د کارخانونو په جوړېدو سره به د افغانستان جلغوزې نړیوالو بازارونو ته د دغه هېواد په نوم صادر شي، بله دا چې دغه جلغوزې د افغانستان په برانډ يا نوم باندې اروپا او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادرېږي چې پخوا داسې نه‌و.

جلغوزې او زعفران د افغانستان هغه محصولات دي، چې په نړیواله کچه ښه بازار لري او د کرنې وزارت دې برخې ته لا ډېره پاملرنه کړې ده.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS