د ننګرهار دکرنې رییس دکرنې او مالدارۍ خونې رییس او د نیالګیو رزونکو سره وکتل

mail-admin
Sat, Aug 03 2024 10:30 AM
د ننګرهار دکرنې رییس دکرنې او مالدارۍ خونې رییس او د نیالګیو رزونکو سره وکتل

۱۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خوني رییس  اجمل رحماني او نیالګیو روزونکو مسولینو سره د راتلونکي پسرلي د نیالګیو اړتیا، غوښتنو، اصلاح شوي معیاري نیالګیو روزلو په برخه ناسته ترسره کړه.
د نیالګیو روزونکو ټولنې مشر روح الله مومند د نیالګیو روزونکو ستونزې، لاسته راوړنې، راتلونکي پلانونه او نورو اړونده برخو کې معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل د نیالګیو روزونکو ټولنې د معلوماتو په اساس د ننګرهار ولایت د اړتیا وړ اصلاح شوي او معیاري مختلف النوع تصدیقي نیالګي روزل شوي خو ورستیو طبیعي پیښو له امله ډېره برخه یې زیانمن شوې ده.
ښاغلي مومند وویل، په ننګرهار کې کوم مؤسسې چې د بڼوالۍ په برخه کې کار کوي، باید د ننګرهار د نیالګیو روزنې ټولنې سره په همغږۍ ددې ولایت څخه تصدیق شوي نیالګي و پیري.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د نیالګیو روزونکو ټولنې مسؤلینو  ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. د کرنې رییس زیاته کړه  د خصوصي سکتور پیاوړتیا لپاره مو همکارو موسساتو ته جدې لارښوونې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS