کندهار کې د نسلي چرګانو فارمونو جوړولو په پار هڅې؛ دکرنې ریاست سوداګرو سره د هرراز همکاریو ژمنه وکړه

mail-admin
Thu, Jul 18 2024 1:00 PM
کندهار کې د نسلي چرګانو فارمونو جوړولو په پار هڅې؛ دکرنې ریاست سوداګرو سره د هرراز همکاریو ژمنه وکړه

۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دا مهال دې ولایت کې د چرګانو ۱۲۵۰ فارمونه فعالیت کوي، چې ورسره د دې ولایت د غوښې اړتیاوې پوره شوي. د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د چرګانو د فارمونو حالت ښه شوی او چارې یې په معیاري ډول ترسره کېږي. هغوی زیاتوي اوس په دې برخه کې پر ځان بسیا دي او هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د نسلي چرګانو روزنې فارمونه هم جوړ کړي.
په همدې موخه دکندهار دکرنې ریاست په تالار کې د کرنې وزارت د مالدارۍ لوی رییس مفتي ذکرالله ذاکر، د کندهار دکرنې رییس مولوی فضل الباري فضلي، د کرنې وزارت د مقام سلاکار محمد ولي وزیري، دکندهار دکرنې ریاست مدیرانو او سداګرو په شتون کې غونډه دائره شوه.
ددې غونډې په ترڅ کې د کرنې وزارت د مقام سلاکار محمدولي وزیرې وویل، چې د چرګانو په سکټور کې له ۷۰ تر۸۰ میلیونه ډالرو پانګونه شوې او په دې برخه کې هلې ځلې کېږي، چې پانګوالو او سوداګرو ته لاډېر اسانتیاوې رامنځته شي.
په همدې حال کې دکرنې وزارت د مالدارۍ لوی رییس مفتي ذکرالله ذاکر سوداګرو سره د چرګانو روزنې د فارمونو جوړولو په برخه کې د ځمکې د ورکړې ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د کرنې وزارت د مالدارۍ ریاست به د چرګانو روزنې سوداګرو سره د چرګانو د بازارموندنې، د بیو ټیکاو او لابراټوارونو په برخه کې هراړخیزې مرستې او همکارۍ وکړي. 
دغه راز په دې غونډه کې د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په خپلو خبرو کې سوداګرو سره د هرراز همکاریو ژمنه وکړه؛ هغه وویل: «د کندهار دکرنې ریاست سوداګرو او پانګوالو سره هراړخیزې مرستې او همکارۍ ته ژمن دی، موږ چمتو یو چې پانګوالو ته د چرګانو نسلي فارمونو جوړولو په موخه د ځمکې او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړو.»
دغه راز ددې غونډې په ترڅ کې سوداګر او پانګوال هم خبرې وکړې او د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ خپلې ستونزې او وړاندیزونه د غونډې کډونوالو ته وړاندې او د چرګانو روزنې په برخه کې د پانګونې ژمنه وکړه.
کندهار کې د چرګانو روزنې د نسلي فارمونه جوړېدل لویه لاسته رواړنه ده، چې د کارموندنې، اقتصادي ځواکمنتیا، ځان بساینې او د اقتصادي ودې او پرمختیا لامل کېږي.
وروسته له هغه چې د افغانستان اسلامي امارت له بهرنیو هېوادونو څخه د چرګانو د غوښې پر واردولو بندیز ولګاوه، ورسره په کور دننه د چرګانو غوښې داخلي تولید زیات او اوس یې د کندهار د ټول ولس اړتیاوې پوره کړې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS