ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, May 27 2024 2:46 PM
ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې، چې د کرنې اداري او تخنیکي پلاوي رییس مولوي محمد ولي محسن  سربېره، جلال آباد ښاروال، عدلیې رییس، ښارجوړونې رییس، قومنداني مرستیال، استخباراتو مرستیال امارتي قضایاوو امر او د کدستر مسول ګډون کړي وو. 
غونډه کې د سید اسحاق ګیلاني، دره نور ولسوالۍ کوټګاه څړځای، مسلمیار د کورونو کرایې، د محکمي څخه راغلي دوسیې او برېښنا ریاست پر ځمکه جوړو شویو دوکانو او هوټلونو په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي پریکړه وکړه، چې دسید اسحاق ګیلاني ښارګوټي او کوټګاه څړځای ته تخنیکي ټیم لاړشي او ټول مشخصات یې واخلي او په راتلونکي مجلس کې پرې بحث وشي.
دغه راز د برېښنا ریاست اړوند ځمکو کې د جوړو شوو دوکانونو او هوټلونو استازو سره ناسته وشوه ترڅو راتلونکي چهارشبنې ورځې پورې خپل قراردادونه ترسره کړي او د نه اجرآ په صورت کې به یې دوکانونه او هوټلونه مهرلاک شي.
په ورته وخت کې د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمینځه تللو مخنیوی وشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS