د نورستان وانت وایګل کې ۲۴۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شوه

mail-admin
Sun, May 05 2024 10:43 AM
د نورستان وانت وایګل کې ۲۴۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شوه

١۶ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د  نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سرچ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د وانت وایګل په ولسوالی کې۲۴۰  تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي. 
د نورستان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو  په خبره هرې ګټي اخیستونکې  ته ۱۵ قطعې کورني چرګان، د چرګانو خوراکه او اړونده توکي ورکړل شوي دي.
د نورستان ولایت دکرنې ریاست چارواکو وویل، چې د چرګانو د ورکړې موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوي د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS