د ځمکو چارو رییس د ملا تره خېل په ښارګوټي کې د سروې ټيمونو سره ناسته ترسره کړه

mail-admin
Wed, Apr 24 2024 12:29 PM
د ځمکو چارو رییس د ملا تره خېل په ښارګوټي کې د سروې ټيمونو سره ناسته ترسره کړه

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم د ملا تره خېل په ښارګوټي کې په دندو بوخت د سروې ټيمونو سره د هغو د دندو او اجراآتو په اړه ناسته ترسره کړه.
په ياده غونډه کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون او د یاد ښارګوټي د سروې ټيمونو ګډون درلود.
 په پیل کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم او د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري په خپل وار د دغه سروې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او همداراز په ياد ښارګوټي کې د ټيمونو د زیار او کوښښ څخه يې هم مننه وکړه.
د اراضۍ ریاست لوی رییس وويل: «خوښ یم چې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې زیار باسو او له الله تعالی نه غواړم، چې نور هم د ښه کارونو او خلکو ته د خدمت کولو توفيق موږ ټولو ته راپه برخه کړي».
د اراضۍ لوی رییس کارکوونکو ته په خپلو دندو کې له خلکو سره په ښه چلند وهڅول او ټولو ته يې لارښوونه وکړه، چې په خپلو دندو کې له پوره اخلاص او صداقت څخه کار واخلي.
همداراز د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري د اراضۍ لوی رییس د خبرو په تاييد وويل، چې په دې ښارګوټي کې مسکین او بېوزله خلګ ژوند کوي نو ستاسو دنده دا ده، چې د هېچا حق تر پښو لاندې نشي او کوښښ وکړئ حق خپل حقدار ته وسپارل شي.
په پای کې په یاد ښارګوټي کې بوخت د ټيمونو مسؤلینو د خپل ستونزو د حل لپاره يو شمېر وړاندیزونه هم د اراضۍ ریاست لوی رئیس سره شريک کړل، چې ښاغلي مظلوم د مسؤلینو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته له دوی سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS