هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Mar 04 2024 10:17 AM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۰۰ مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په نننۍ ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او په اړه یې لازمې کړنې ترسره کړې.
په دې غونډه کې د تیرې غونډې د پریکړو په اړه د ترسره شویو کړنو راپور واورېدل شو، هغه موضوعات چې لا هم ورباندې اجرائت نه وو بشپړ شوي، مربوطه مسؤلینو ته یې په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
د هلمند ولایت د تخنیکي پلاوي په نننۍ ناسته کې په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او استرداد په اړه خبرې وشوې او په ګڼو موضوعاتو کې یې لازمې پرېکړې وشوې. تخنیکي پلاوي همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله (٣٧٦٣) ٢٤/ ٩/ ١٤٤٥ ګڼه فرمان او د سترې محکمې ١٤ ګڼه متحدالمال چې د ځمکو د غصب مخنیوی کمیسون لخوا راغلي دي ابلاغ کړل، په یاد فرمان او متحدالمال بحث او خبرې وشوې او د یادو هدایتونو د عملي تطبیق په موخه ورباندې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل. 
تخنیکي پلاوي په یاده ناسته کې د بېلابېلو اشخاصو د ځمکو نسبتي دوسیې وارزولې د حل په اړه یې یو لړ اجرائت او سپارښتنې وکړې.
وروستیو کې د تخنیکي پلاوي لخوا په یو شمېر انفرادي عرایضو خبرې وشوې، په دې اړه پریکړه وشوه چې یاد موضوعات دې د ارتباط له حیثه مربوطه ادارو ته د حل په موخه ولېږدول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS