زابل کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه
٩ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
١٧ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د زابل د امارتي (سلطاني) عامه، مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند، د تخنیکي پلاوی رييس مولوي عطاءالله راشد په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
یادې کمیټې د معمول سره سم د زابل د کرنې ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه، په ناسته کې د خلکو د عریضو دموضوعاتو څېړنه او ارزونه ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د امارتي (سلطاني) عامه، مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون، د زابل د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت او د زابل ولایت مقام لخوا تخنیکي پلاوی ته د محول شوو موضوعاتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته لازم اجرائت ترسره شول.
همدارنګه تخنیکي کمیټې د تیرې غونډې د ترسره شوو پریکړو په اړه مربوطه مراجعو ته تعقیبي هدایتونه ورکړل.
باید وویل شي، چې زابل کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړئ او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.
