هلمند کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
Sun, Jan 21 2024 11:59 AM
هلمند کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام، ددې ولایت په مرکز لښکرګاه کې په امارتي ځمکو کې د نوو خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.
د هلمند دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په سرکار سیمه کې د اړونده امنیتي چارواکو په همکارۍ د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه.
د یادونې وړ ده، چې د هلمند مرکز کې تر دې وړاندې هم د امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده، چې دغه پروسه به په ټولو سیمو کې د اړونده مسؤلینو سره په بشپړه همغږۍ په دوامداره توګه ادامه ولري.
باید وویل شي، چې هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS