د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Thu, Dec 28 2023 1:06 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل او د راتلونکي کال لپاره یې د اصلاح شویو تخمونو د وېش پلان د شریکولو غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوولینو وغوښتل، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د اصلاح شویو تخمونو د وېش پلان دې د کرنې وزارت سره شریکه کړي، څو دتېر کال په څېر دغه بهیر په سمه توګه پرمخ ولاړ شي او کروندګر په مناسب وخت کې اصلاح شوي کرنیز تخمونه ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنې وزارت د حیواني روغتیا ریاست د لابراتوارونو د ستونزو د حل او په ټاکلي وخت کې د ریشخور د لبنیاتو فابریکې د رغنیزو چارو د بشپړولو په برخه کې د یادې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوولینو په پورتنیو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په نږدې راتلونکي کې یې د ریشخور فابریکې د رغنیزو چارو د بشپړېدو خبره هم وکړه.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد 
۷ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان دیدار کرده و خواستار شریک سازی پلان توزیع تخم‌های اصلاح شده برای سال آینده آن نهاد شد.
در این دیدار معین زراعت و مالداری از مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد خواست تا پلان توزیع تخم‌های اصلاح شده برای سال ۱۴۰۳ را با وزارت زراعت شریک نمایند تا همانند سال قبل این روند به شکل درست آن به پیش برود و دهقان در زمان مناسب آن تخم های اصلاح شده بذری دریافت کنند.
در همین حال معین زراعت و مالداری خواستار همکاری نهاد متذکره در حل مشکلات لابراتوار های ریاست صحت حیوانی وزارت زراعت و تکمیل نمودن کار ساخت فابریکه لنبیات ریشخور در زمان معین آن شد.
مسوولان سازمان خوارک و زراعت ملل متحد در این دیدار اطمینان همکار در بخش‌های فوق را سپرده و از تکیمل کار ساخت فابریکه ریشخور در آینده نزدید خبر دادند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS