د کرنې او مالدارۍ مرستیال له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

mail-admin
Thu, Dec 28 2023 12:49 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ په تالار کې د کیمیاوي سرو او کرنیزو درملو له یوشمېر واردوونکو سوداګرو سره د کتنې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې. 
دغو سوداګرو د هېواد په وارداتي بندرونو کې د لوړ بانکي تعرفې په اړه شکایت وکړ او همدارنګه یې د توکو او اجناسو د واردولو په برخه کې د دوی د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په دې لیدنه کې وویل: «هغه سوداګر چې توکي او اجناس واردوي باید کیفیت لرونکي وي، چې کروندګرو او خلکو لپاره ګټور وي.»
مولوی صدراعظم عثماني له سوداګرو وغوښتل، چې له بهر څخه د توکو او اجناسو د واردولو پرځاى په هېواد کې د توليدي شرکتونو د جوړولو او د هېواد په توليداتو کې پانګونه وکړي.
دغو سوداګرو د باکیفیته توکو او اجناسو د واردولو هوډ وکړ، څو هېواد او خلکو دواړو ته یې ګټه ورسېږي.

معین زراعت و مالداری با شماری از تجاران دیدار کرد
۷ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با شماری از تجاران وارد کننده کودکیمیاوی، ادویه زراعتی و مواد کیمیاوی در تالار معینیت زراعت و مالداری دیدار و گفتگو کرد.
این تاجران از بلند بودن تعرفه بانکی در بندرهای وارداتی کشور شکایت داشته و هم‌چنان بر حل مشکلات شان در پروسه وارداتی مواد و اجناس تاکید کردند.
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این دیدار گفت:« تجارانی که مواد و اجناس را وارد می‌کنند باید با کیفیت باشد که برای دهاقین و مردم مفید باشد».
مولوی صدراعظم عثمانی از تاجران خواسته است تا به جای وارد ساختن مواد و اجناس از خارج کشور، شرکت‌های تولیدی در داخل کشور داشته باشند و روی تولیدات در داخل کشور سرمایه گذاری کنند.
این تاجران تعهد سپرده اند که اجناس و مواد وارداتی با کیفیت را وارد می‌سازند تا هم به مردم هم برای خوشان مفید واقع شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS