د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ ننګرهار کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
۷ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو چپرهار، کوزکونړ او روداتو ولسوالیو کې « دافغانستان لپاره د هالنډ کمیټي » په همکارۍ ۲۰۰ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په خبره هرې ګټي اخیستونکې کورنۍ ته ۳۰ قطعې کورني چرګان، ۷۵ کیلو د چرګانو دانه، درمل، دانه خوري او ابخوري ورکړل شوي دي.
محمد وویل د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پالنې، ناروغیو مخنیوي د واکسینونو پلي کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.
