د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو روزنې د ټولنې له غړو سره وکتل

mail-admin
Sun, Nov 19 2023 10:09 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو روزنې د ټولنې له غړو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د چرګانو روزنې د ټولنې له غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې د چرګانو روزنې د سکتور د پرمختګ په اړه خبرې وشوې او د تولنې غړو او د مالدارۍ سکتور سلاکارانو د دغه صنعت د پرمختګ لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغې تولنې غړو ته ډاډ ورکړ، چې امارت او په ځانګړې توګه د کرنې وزارت د چرګانو روزنط د صنعت د ودې او پرمختګ لپاره په خپل ټول توان کار کوي.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي رییس مفتي ذاکر الله ذاکر، د کرنې وزارت د څارویو د روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني، د کرنې وزارت دمقام سلاکار شکرالله وزیری، د چرګانو د ټولنې رییس معروف ظفر، د مالدارۍ سکټور سلاکاران او د چرګانو روزنې د ټولنې غړو هم حضور درلود او د چرګانو د غوښې او هګیو د کیفیت، بازارموندنې او د چرګانو د فارم لرونکو د تولیداتو پرزیاتوالی خبرې اترې وشوې.

دیدار معین زراعت و مالداری با اعضای اتحادیه مرغداران افغانستان
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با اعضای اتحادیه مرغداران افغانستان ملاقات کرد.
در این دیدار روی پیشرفت سکتور مرغداری بحث صورت گرفت و اعضای اتحادیه و مشاوران سکتور مالداری نظریات و پیشنهادات خویش را بخاطر پیشرفت این صنعت اظهار داشتند.
معین زراعت و مالداری به اعضای این اتحادیه اطمینان داد  که امارت و به ویژه وزارت زراعت با تمام توان برای پیشرفت و انکشاف صنعت مرغداری کار می‌کند.
در این دیدار مفتی ذاکرالله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت، داکتر مختار محسنی رئیس صحت حیوانی، شکرالله ‌وزیری مشاور مقام وزارت زراعت، معروف ظفر رئیس اتحادیه مرغداری، مشاوران سکتور مالداری و اعضای اتحادیه مرغداری حضور داشتند و پیرامون کیفیت گوشت و تخم مرغ، بازاریابی و افزایش تولیدات فارم داران مرغ صحب نمودند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS