د هلمند ګرمسیر کې لسګونه بزګران روزل کېږي
 
              ۲۷ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت کارمندانو لخوا ٩٤ تنو بزګرو ته په بېلابېلو برخو کې عملي او نظري زده کړې ورکول کېږي 
په یاده پروسه کې د لکي په سیمه کې بزګرانو ته د اقلیمي بدلون، دنباتي افاتو او ناروغیو مخنیوي، نوې او عصري کرنه، د  یوریا سپرې کارونه، د  لایم سلفر او ژمنی تیلو جوړول او کارونه په اړه په عملي او نظري ډول ورښودل کېږي.
د زده کړو دغه لړۍ دکوار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ پلي کېږي چې د مستحقو بزګرو د سروې چارې د اړونده ولسوالی، د کرنې او اړونده حوزې مسؤلینو په همغږي ترسره شوي دي.
