غصب څخه راګرځول شوې ځمکې په اجاره ورکول کېږي

mail-admin
Tue, Nov 14 2023 10:26 AM
غصب څخه راګرځول شوې ځمکې په اجاره ورکول کېږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ، له غصب څخه بېرته راګرځول شوې ځمکې او جایدادونه د لنډمهال لپاره په اجاره ورکوي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه همغږي پیاوړې کول او د چارو ښه کول لپاره د کرنې وزارت په مالي او اداري معینیت کې جوړه شوې وه، د کارکوونکو د شتون، سیمې ته د کارکوونکو د لېږد، د کاري بهیر د راپور ورکولو، د کارکوونکو دګمارنې پروسې او له غصب څخه د بېرته راګرځول شويو ځمکو د سروې او ارزښت موندنې په پار خبرې اترې وشوې. 
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي وویل: «هغه ځمکې او جایدادونه چې له غصب څخه راګرځول شوي د کرنې وزارت له خوا په اجاره ورکول کېږي او د دغه وزارت تر څارنې لاندې به وي. دا هغه فرمان دی، چې پلي کول یې دکرنې وزارت پر غاړه ده.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري د امیرالمؤمنین حفظه الله له فرمان سره سم په پام کې لري، چې په مرکز او ولایتونو کې هغه جایدادونه او ځمکې چې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون له خوا له غصب څخه راګرځول شوي دي د لنډمهال لپاره په اجاره ورکړي.

زمین‌های استرداد شده از غصب به اجاره داده می‌شود
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به اساس حکم امیرالمومنین حفظه الله، زمین‌های و ملکیت‌های استرداد شده از غصب را به اجاره  کوتاه مدت می‌سپارد.
در جلسه‌ای که به این منظور تقویت هماهنگی و بهبود امور در معینیت مالی و اداری وزارت زراعت دایر گردیده بود راجع به حضور کارمندان، انتقال کارمندان به ساحه، گزارش‌دهی از روند کار، پروسه استخدام کارمندان و سروی و ارزش‌یابی، روند اجاره دهی زمین های استرداد شده از غصب بحث تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در این باره گفت:" آن زمین‌ها و ملکیت‌های استرداد شده از غصب توسط وزارت زراعت به اجاره داده می‌شود و تحت نظارت این وزارت خواهد بود این یک فرمان است که تطبیق آن به دوش وزارت زراعت بوده است."
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری پس از حکم امیرالمومنین حفظه الله در نظر دارد تا زمین‌های و ملکیت‌های که توسط کمیسون جلوگیری از غصب و استرداد زمین در مرکز و ولایات از غصب خلاص شده است به اجاره کوتاه مدت به متقاضیان آن بسپارد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS