د کرنې وزارت پلاوي د اروزګان د نیالګیو تولید قوریې څخه لیدنه وکړه
٢٠ لړم ۱۴۰۲ه.ش
٢٧ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د اروزګان ولایت د کرنې ریاست د نیالګیو روزلو له مرکزي قوریې څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې یاد پلاوي ته د اروزګان ولایت کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر مولوي عبدالمنان فاروقي لخوا په بېلابېلو برخو کې د ترسره شویو او ترلاس لاندې کارونو په اړه معلومات ورکول شول.
راغلی پلاوي په ترينکوټ مرکزي قوریې کې د ګڼو برخو ترڅنګ دطبي بوټي هنګ (انجې) او د نويو نیالګیو د بزغلیو څخه هم لیدنه وکړه.
نوموړي پلاوي داروزګان د کرنې ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت له هڅو او کارونو خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم دکرنې وزارت لخوا د ورکړل شوي پلان د لا ښه پلي کېدو په پار لازمې سپارښتنې وکړې.
