د لوګر دکرنې ریاست عوایدو د تنظیم او محاسبې آمر ازرې ولسوالی ته کاری سفر وکړ
۱۸ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۲۵ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د لوګر ولایت کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د عوایدو د تنظیم او محاسبې آمر قاري عبدالبصیرشاهد په داسې حال کې چې تخنیکی ټیم یې ملتیا کوله د یاد ولایت لیرې پرتې ازرې ولسوالی ته کاری سفر تر سره کړه.
یاد پلاوی ددې سفر په ترڅ کې د ازری ولسوالی له ولسوال د کرنې مدیریت کارکوونکو، د عشر او زکات راټولولو له مسؤولینو سره ولیدل او ترڅنګ یی د دغې ولسوالی د عشر او زکات راټولولو عاملینو ته د کار چټکتیا او له خلکو سره د ښه چلند اړوند لازمې لارښوونې وکړی او د هغوی ستونزې یې واوریدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
همدا راز یې ددغې ولسوالی راټول شوې عواید د مدیره هیأت په حضور کې له محاسبې وروسته تسلیم کړل چې دبانګ له لاری به د ا.ا عوایدو ته جمع شي.
