راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې په پار تورخم کې د یونیسف مشر سره غونډه دائره شوه

mail-admin
Wed, Nov 08 2023 12:20 PM
راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې په پار تورخم کې د یونیسف مشر سره غونډه دائره شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
له پاکستان څخه د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون پلاوي غړی او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په داسې حال کې، چې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند یې ملتیا کوله په تور خم کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) مشر فران اېکوزا سره د لیدنې پر مهال، له پاکستان څخه اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د چوپړتیاوو وړاندې کولو پر پراختیا او د لړۍ پر چټکتیا خبرې وکړې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي  د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند او په تورخم کې له پاکستان څخه د بېرته راستنو شويو هېوادوالو موقتي کمپ کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) مشر فران اېکوزا  او همکارانو سره يې د بېرته راستنو شويو کورنيو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو تر سره کولو په موخه خبرې وکړې او له دوی څخه یې وغښتل، چې راستنېدونکو کډوالو سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ووشي.
ياده غونډه، چې تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو موقتي کمپ کې تر سره شوه پر مهال يې د بهرنيو چارو ریيس مولوي احمد، د عشر او زکات رییس مولوي شمس الله محمد، د ولايت وياند قاري قاضي ملا عادل، د ننګرهار والي رابط حکيم الله او نورو چارواکو هم حضور درلود.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په لنډ مهال کې بېرته راستنېدونکو کورنيو سره د خوړو، پاکو اوبو او روغتيا او په اوږدمهال کې د سرپناه، خوراکي توکو او نورو بنسټيزو مرستو غوښتنې وکړې.
نوموړي غوښتنه وکړه تر څو بېرته راستنېدونکو افغانانو سره بېړنۍ او په اوږد مهال کې اړينې مرستې ووشي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند په موقتي کمپ کې د شته امکاناتو، ستونزو او اړتياو په اړه معلومات وړاندې کړل.
افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) مشر  فران اېکوزا دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي او ټيم څخه يې مننه وکړه، چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لويه څپه يې ښه مديريت کړه.
نوموړي وويل، چې دوی د نورو پروګرامونو تر سره کولو ترڅنګ بېرته راستنېدونکو افغانانو ته په لنډ مهاله اوږدمهال کې مرستو کولو ته چمتو دي.
هغه زياته کړه، چې ډېر ژر به بېرته راستنېدونکو افغانانو سره د نغدې مرستې ترڅنګ د د کډوالۍ نړیوالې ادارې «آی.او.ام» له لارې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته پيل کړي.
همدا راز يې وويل، چې  نن يې کمپ ته شپږ ټنه درمل راوړي، چې د دوی لس کلينيکونو له لارې به ناروغانو ته ورکړل شي.
په افغانستان کې د یونیسف مشر زياته کړه چې په فرضي کرښه يې بېرته راستنېدنکو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين تطبيق پيل کړی او ژمنه يې وکړه، چې ډېر ژر به بېرته راستنېدونکو کورنيو ته نورې مرستې جلب کړي.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS