لغمان کې د غنمو ۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي
۱۶ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۲۳ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترکیې جمهوریت د همغږۍ او همکارۍ ادارې (ټیکا) په همکارۍ ددې ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالی کې ۲۰ بزګرانو ته د غنمو ننداریزې کروندې جوړوي.
د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو ننداریزو کروندو د جوړولو په پار پر یادو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د لغمان دکرنې رییس الحاج محمد ولي محسن وویل،چې ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره او ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوي دي.
د دغو ننداریز کروندو د جوړولو موخه د کتار په بڼه د غنمو د کرکیلي ترویجول، د بزګرانو ترمنځ د میکانیزه کرکیلي دودول او په ټوله کې عصري کرکیلي سره د بزګرانو بلدتیا ښودل شوي دي.
