ننګرهار کې د میکانیزه کرکیلې ترویج په پار د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
Sun, Nov 05 2023 1:34 PM
ننګرهار کې د میکانیزه کرکیلې ترویج په پار د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

١۴ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هڅو د ترکې هېواد په مالې ملاتړ او د ټیکا په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار بزګرانو ته ۲۰ ننداریزو کروندو لپاره د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرو وېش او د میکانیزه کرنې ترویج په موخه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې دکرنې وزارت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د تخمونو د تصدیق رییس، د کرنې وزارت مسلکي سلاکاران، د ننګرهار د کرنې ریاست امرین او یوشمېر بزګرانو ګډون دلود.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال  مولوي صدراعظم عثماني وویل افغانستان ۳۰۰ زره ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې د کرنې وزارت هر کال له ۳۰ تر ۳۵ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشي چې  یوه بېلګه یې  د دوست هېواد ترکې له لورې پر بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل دي.
د کرنې او مالداري مسلکي مرستیال زیاته کړه د کرنې وزارت د بزګرانو د هڅونې او ملاتړ په موخه ځني پروګرامونه په لاره اچولې، چې ډېر ژر به پلې شي،  پر ځینو محصولاتو ګمرکې تعرفي لوړې شوي، د کبانو او چرګانو صنعت پیاوړتیا په پار یو لړ پریکړي شوي او په ځینو نورو برخو کې به هم د پام وړ مثبت تغیرات راوستل شي.
 دغه راز د ترکې هیواد له لورې ننګرهار کې  ۲۰ بزګرانو ته د یو جریب ځمکي لپاره د ۲۵ کیلو  غنمو اصلاح شوي تخم،  ۲۵ کیلو توره او ۵۰ کیلو یوریا سره ورکول کېږي.
په همدې حال کې د ننګرهار دکرنې ریاست د طبیعي زېرمو امر قاري سیداغا تنها د ننداریزو قطعاتو په ډېرېدو او په دې برخه کې د لا همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کرنیزو خدمتونو امر نعمت الله اکبري د ننداریزو کروندو پر ارزښت، ګټو،  حاصل زیاتوالې، کتاري کرنې او ګڼو نورو مسایلو خبرې وکړې.
دغه راز د ننګرهار دکرنې ریاست سلا کار عبدالوارث تاند د کرنې وزارت مرستیال او راغلي پلاوي څخه د ننګرهار ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د شته فرصتونو،  لاسته راوړنو، ننګونو او ددي ترڅنګ د شنوخونو، محصولاتو ته بازار موندنې، چرګانو صنعت ته وده ورکولو، کبانو فارمونو جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنې وکړي.
وړاندې تردي هم اکشن ایډ په ننګرهار کې نږدې ۳۰ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو ویش پیل کړې وه.
د ننګرهار دکرنې ریاست چاراکي وایي، چې د ننداریزو کروندو په جوړولو سره کروندګر کولاي شي، چې خپلې تجربې یو له بل سره شریکې کړي.
 دوی زیاته کړه، چې د کتار په بڼه  د اصلاح شوو تخمونو کرکېله کولاي شي، چې د بزګرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.د کتار په بڼه کرکېله کې د ناروغیو مخنیوی او د هرزه بوټو کنټرول په اسانې سره کېږي.
ددغو ننداریزو کروندو دجوړولو موخه نوي او میکانزه کرکیلې سره د بزګرانو بلدتیا او د دوی د کرنیزو حاصلاتو زیاتولو ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS