د کرنې وزارت دځمکو چارو ریاست چارواکو د ننګرهار له والي سره وکتل

mail-admin
Mon, Oct 30 2023 1:28 PM

۸  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
مولوي سعيدالرحمن مظهري د ځمکو چارو ادارې د جیودیزي او کدستر عمومي رییس، د تصفیې او تثبيت حق مالکیت رییس مولوي ضیاء الحق ضیاء، د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون په داسې حال کې، چې د ننګرهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالداری رییس مولوي عبدالستار محمد یې ملتیا کوله د ننګرهار له والي حاجي ګل محمد  سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو اداې د جیودیزي او کدستر عمومي رییس مولوي سعيد الرحمن مظهري وویل، چې د ځمکو چارو ادارې له لورې د هېواد په کچه په ټولو زونونو کې د کارکوونکو لپاره د ځمکوالۍ په برخه کې د هغو د ظرفیت د لوړولو په پار سیمینارونه په لاره اچول شوي، چې دغه سیمینار اوس مهال د ختيځ زون ( ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ) ولایتونو د کارکوونکو لپاره دائرېږي.
ښاغلي مظهري د یادو سیمینارونو په اغېزمنتيا او د کارکوونکو لپاره د دوی په دندو کې د ستونزو د لرې کولو او همداراز د استملاک، کدستر، تصفیې، د ځمکو د انتقال او تبادلې، د ځمکو معلوماتي سیستم او ځمکې بانک په برخه کې د هغوی د علمي ظرفیت د لوړولو په موخه هم د ننګرهار له والي سره خبرې وکړې.
ورپسې د ننګرهار والي حاجي ګل محمد د ځمکو چارو ادارې مسوولينو ته ښه راغلاست په ترڅ کې د دغې پروسې ستاینه یې وکړه او د ننګرهار ولایت د ځمکوالۍ په برخه کې د شته ستونزو په اړه یې هم خپل نظر شریک کړ.
د ننګرهار والي زیاته کړه: «ننګرهار ولایت د هېواد په کچه یو له هغو ولايتونو څخه دی، چې دیرې ځمکې پکې د غاصیبنو لخوا غصب شوي دي نو زه تر ډېره حده پورې خوشبین يم چې ستاسو د دغه سمینار په پایله کې به کارکوونکي په خپلو دندو کې نور هم پیاوړي شي او ووشي کولای چې د ختيځ زون او په خاصه توګه د ننګرهار ولايت د ځمکوالۍ په برخه کې شته ستونزو ته تر ډېره حده رسېدنه وکړي.»
په دې لیدنه کې دغه راز د ننګرهار والي د هرراز همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS