د جلغوزيو د پانګوالو ستونزو د حل په موخه د کرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه

user-admin
Thu, Oct 26 2023 8:41 AM
د جلغوزيو د پانګوالو ستونزو د حل په موخه د کرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه

د جلغوزي سکتور د پانګوالو ستونزو د حل په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په مشرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې غونډه دائره شوه.
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د جلغوزیو له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
په دې کتنه کې د جلغوزيو سوداګرو د تېر حکومت په پرتله د جلغوزيو د صادراتو د زياتوالي په اړه خبرې وکړې او د ناروغيو او افتونو، بسته بندۍ، پروسس، د سړو خونو د کمښت او د ماليې د لوړوالي په برخه کې يې خپلې ستونزې د کرنې له مرستيال سره شريکې او د حل غوښتنه یې وکړه.
دغه راز یادو سوداګرو د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د جلغوزیو د صادراتو او لېږد په برخه کې دې بهر ته اسانتیاوې برابرې کړي.
په دې کتنه کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د جلغوزیو له سوداګرو او پانګوالو سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د جلغوزیو د سوداګرو د ستونزو د څېړلو په موخه ننګرهار او لغمان ولایتونو ته سفر کوي.

جلسه جهت حل مشکلات سرمایه گذاران جلغوزه  در وزارت زراعت برگزار گردید
۳ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
 جلسه به منظور حل مشکلات سرمایه گذاران سکتور جلغوزه به رهبری مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
 مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت  با شماری از تاجران ملی جلغوزه دیدار کرده و در مشکلات شان را استماع نمود.
 در این دیدار تاجران جلغوزه از افزایش صادرات جلغوزه نسبت به حکومت قبل  سخن زده و مشکلات‌شان را  در بخش امراض و آفات، بسته بندی، پروسس، کمبود سردخانه‌ها و نرخ بلند مالیه با معین وزارت زاعت شریک ساخت و خواستار حل آن شدند.
همچنان تجار متذکره خواستار آوردن سهولت‌ها از سوی امارت اسلامی افغانستان در صادرات و انتقال جلغوزه به خارج از کشور نیز شدند.
در این جلسه مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی تعهد به حمایت همه جانبه از همه سرمایه گذاران و تاجران جلغوزه نموده و  از سفرش به ولایت‌های ننگرهار و لغمان جه بررسی مشکلات تجار جلغوزه خبر داد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS