د کندز دشت ارچي کې پر څه باندې دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۳ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۱۰ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د کندز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي او د«او.آر.ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د دشت ارچي ولسوالی پر دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره وېشل شوي دي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.
