د ننګرهار کانال شرکت:د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو لړۍ چټکه شوې

mail-admin
Sat, Sep 30 2023 3:26 PM
د ننګرهار کانال شرکت:د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو لړۍ چټکه شوې

٧ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١٤ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د غصب او خپلسریو مخنیوی او د کانال ملکیتونه بېرته کانال ته راګرځولو لړۍ چټکه روانه ده.
د ننګرهارکانال شرکت د املاکو امریت، اوبولګولو او تخنیکي څارنې امریت مسلکي ټیم، دکانال حقوقي مشاور د کانال د محافظ ټولي په همکارۍ نن په لسمه او یولسمه ویاله کې ۳۶ هغه کورونه چې د کانال په ځمکه پخپل سر جوړ شوي و سروی او معلوم کړي.
دغه کورونه په کابو یولس جریبه ځمکه جوړ شوي، چې تر ارزونې وروسته به ورسره قانوني کړنه ترسره شي.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د ننګرهارکانال زرګونه جریبه ځمکه "په بېلابېلو اندازو" د کانال په څلورګونو فارمونو او سیمو کې غصبه شوي او کانال د غصب مخنیوي او کانال ځمکو بېرته راګرځولو ته ګړندي ګامونه پورته کوي او په دې برخه کې يې سلګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړی ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS