هلمند کې د کرنې د ودې او پراختیا په پار د همغږۍ غونډه  

mail-admin
Sat, Sep 23 2023 12:48 PM
هلمند کې د کرنې د ودې او پراختیا په پار د همغږۍ غونډه  

١ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
 د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي  ددې ادارې له امرینو او د کرنې برخې له متخصصینو سره د همغږۍ ناسته وکړه. 
په یاده ناسته کې د کرنیزو چارو آمر، د ځمکو آمر، د طبعي سرچینو آمر، د اصلاح شوو تخمونو تصدیق ورکولو آمر، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر او کرنې ادارې لپاره د کرنې د برخې متخصص برخه اخیستې وه. 
د هلمند دکرنې رییس د یادې ناستې موخه په هلمند ولایت کې د کرنې سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې د نظرونو، وړاندیزونو او ستونزو شریکول دي، ترڅو وکولای شو د هلمند ولایت د بزکرو، مالدارو او بڼوالو په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته کول وبلل.
په پورته یادو مواردو کې د کرنې ریاست اړونده آمرینو پخپلو برخو کې لازم معلوماتونه د غونډې ګډونوالو سره شریک کړل. 
ددې ترڅنګ د کرنې په برخه د نوي ګمارل شوي متخصص انجنیر جان آغا رسولي چې د کرنې محترم وزارت لخوا د ازاد رقابت له لارې په دې ولایت کې تقرر حاصل کړی دی هم د غونډې ګډونوالو ته وپېژندل شو او له هغه غوښتنه وشوه ترڅو د خپلې دندې د لایحې له مخې ددې ولایت په کرنیزه وده او پراختیا کې خپلې طرحې ترتیب او د عملي تطبیق په موخه عالي مقاماتو سره د شریکولو په پار چمتو کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS