هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
Wed, Sep 20 2023 10:15 AM
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

٢۹ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٦٦مه نوبتي غونډه د یاد پلاوي رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي په مشرۍ ترسره کړه.
په دې ناسته کې د هلمند ولایت د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او څار رییس مولوي عبدالجبار هجرت، د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي، د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي رحیم الله مخلص، د کور او ښارجوړولو چارو رییس مولوي نیک محمد معتصم، هلمند مستوفي ملا نعمت الله مغیره، د امنیې قوماندانۍ استازی ملا عبدالرحمن طلحه، د قضای امارت امر مولوي عبدالقاهر عاصم د ځمکو آمریت استازی انجنیر حامد رسولي  او نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په پیل کې د چارو د بهبود او نوښت په موخه خپل منځي بحثونه او خبرې وکړې او د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول .
وروسته یاد پلاوي په مرکز لښکرګاه کې د احمدشاهي مینې توسعوي پلان په اړه د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی کمیسیون څخه د استهداء په اړه ترتیب شوی راپور له تحلیل او ارزونې وروسته لاسلیک او ولېږدول شو.
تخنیکي پلاوي همدارنګه د ولایت محترم مقام لخوا د راغلي هدایت مطابق د ځمکو د غصب مخنیوی او استرداد کمېسون لخوا رالېږل شوي هدایتونه مطالعه او د وروستیو کړنو په اړه ورباندې لازم تصمیم ونیول شو.
ددې غونډې په لړ کې تخنیکي پلاوی په هغو راپورونو بحث او خبرې وکړې، چې له مرکز څخه د نیمګړتیاو د رفع کولو په موخه رالېږل شوي دي.

په یاده ناسته کې تخنیکي پلاوي د بولان په سیمه کې ګڼو اوسېدونکو د خپلو استوګنیزو نمرو او سوداګریزو ودانیو په اړه چې دا مهال یې کارونه د یاد پلاوي لخوا معطل شوي دي خپل د ملکیت اسناد او سوابق وړاندې کړل، چې د یادو اسنادو او سوابقو تر ارزونې وروسته تصمیم ونیول شو ترڅو د یادې سیمې څخه له نږدې باید لیدنه او ارزونه وشي او د پلانونو تر تطبیق وروسته به د یادو اشخاصو ستونزو ته اصولي رسیېدنه ترسره شي.
تخنیکي پلاوي په وروستیو کې د لسګونو  مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د اصولي کړنو ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS