د ننګرهار کانال شرکت: ۵۰۰ جریبه شاړه ځمکه کرکیلې ته چمتو کېږي

mail-admin
Tue, Sep 19 2023 1:56 PM
د ننګرهار کانال شرکت: ۵۰۰ جریبه شاړه ځمکه کرکیلې ته چمتو کېږي

٢۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي، چې د ننګرهارکانال د لوی نهر څخه د سالمې ګتې اخیستنې او کروندګورو ته د اوبو رسونې په پار د هلو ځلو په ترڅ کې د هډې فارم شپږم بلاک کې د یو کرنیز شرکت په مټ چې میلونونه افغانۍ مالي لګښت پرې کوي د لوی نهر نه په منظمه او معیاري توګه د اوبو راپورته کولو پایپ سیستم جوړونې چارې پېل کړي  دي.
ددې سیسټم په جوړېدو سره به  سلګونه جریبه هغه ځمکه چې کابو پنځه لسیزې د اوبو د کمښت له امله له کرکیلې نه پاتې وه خړوب او او کرکیلې ته به چمتو شي. 
لوی نهر نه د اوبو راپورته کولو د پایپ دا سیستم دوه کیلومتره اوږدوالی لري، چې د جوړونې چارې يې روانې او کابو۸۰ سلنه بشپړې شوي دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS