د ننګرهار کانال شرکت هډې فارم په ۲۰۰ جریبه ځمکه جوار کرل شوي
٢۷ وږي ۱۴۰۲ه.ش
۳ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کانال شرکت چاراکي وایي، چې ددې فارم اړوند هډې فارم د عبدالخیل بلاک په ۲۰۰ جریبه ځمکه جوار کرل شوي دي.
د چارواکو په خبره تمه ده، چې ، په پراخه پېمانه به ترې د هايبريډ جوارو تخم حاصلات ترلاسه شي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم له دې فارم څخه دلیدنې په ترڅ کې وویل، چې دیاد شرکت د کارکوونکو له لورې بزګرانو ته د جوارو ناروغیو، اوبولګولو، کرنیزو عملیو، بازارموندنې، کتاري کرنې، سرې ورکولو حاصل ټولو کې عملي او نظري روزنه ور کړل شوې ده.
جوار د غله جاتو له ډلې یو له هغو نباتاتو څخه ده، چې له غنمو څخه وروسته په ننګرهار کې په زیاته اندازه کرل کېږي؛ چې د بزګرانو لپاره د عوایدو یوه لویه سرچینه ده.
