لغمان کې له ۲۴۵ کورنیو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
Sun, Sep 17 2023 9:34 AM
لغمان کې له ۲۴۵ کورنیو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

٢۶ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اې،ډي،اې» مؤسسې به تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د علیشنګ او علینګار ولسوالیو پر ۲۴۵ کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکې وېشلي دي.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د علیشنګ ولسوالی د میاصاحب درې، دامان، شکرمان او کچیان کلیو او دغه راز د علینګار ولسوالی د پنچ کوړې، عظم کلاء او د دین دکانونو کلي پر ۲۴۵ کورنیو د دوی د اړتیا وړ توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې په وېش غونډه کې د لغمان دکرنې رییس مولوی محمدولي محسن ترڅنګ یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو هم شتون درلود.
ښاغلی محسن په خپلو خبرو کې له یادې مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ ددې مؤسسې له چارواکو وغوښتل، چې د مرستې په وېش کې روڼتیا په پام کې ونیسي. هغه دغه راز د دې مؤسسې کارکوونکو ته د هرراز همکاریو ډاډ ورکړ.
په دغه وېشل شویوتو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرام اوړه، لس لیټره عوړي، اوه کیلوګرامه لوبیا، ۲۰ کیلوګرامه وریجې، یوکیلو مالګه او په غیر خوراکي توکو کې د حفظ الصحې اړونده توکي له صابون، شامپو، د غاښونو کریم، ځان پاک، کوزه، بوشکې او د جامو مينځلو توکي ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS