لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا په پار ټولنې جوړېږي

user-admin
Wed, Sep 13 2023 9:36 AM
لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا په پار ټولنې جوړېږي

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختیا په پار په دې ولایت کې د ځنګلوالۍ یوشمېر ټولنې جوړې شوي دي او یوشمېر نور د جوړېدو په حال کې دي.
په همدې موخه دلغمان مرکز مهترلام  دکرنج  مربوط زرګرماله، دومیه، منځ کلی او بهرام ګل کلیو اوسیدونکې چې کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست ته په خپل سیمو کې دځنګلدارۍ دټولنې جوړېدو په خاطر عارض شوي ؤ د لغمان  دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن دهدایت سره سم دطبیعي سرچینو امریت  دټولنو تنظیم مدیریت له خوا د نوموړو سیمو خلکو  ته دځنګلونو ساتنې او حفاظت ټولنې دجوړېدو طرزالعمل د طبیعي سرچینو امر انجینر اصحاب الدین حلیمي په کاري دفتر کې تشریح او پاتې کارونه  په ساحه کې دطبیعي سرچینو امر انجینر اصحاب الدین حلیمي،دانجمنونو دتنظیم مدیر انجینر زاهدالله زاهد او دجلغوزیو چهارمغزو اوبیری ځنګلونو مدیر انجینر دادمیر تلاش له خوا بشپړ شو.
د ټولنې دجوړېدو سربېره دځنګلونو دساتنې، دقطع مخنیوي، داورلګیدو مخنیوي، دځنګلونو بیا احیا او همدارنګه دځنګلونو دحاصلاتوڅخه په ځانګړې توګه دجلغوزیو او چهارمغزو دځنګلونو دحاصلاتو څخه دلس سلنې محصول را ټولولو په اړه عامه پوهاوې ورکړل شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS