د اجمیر کانال وضعیت د ارزونې په موخه د کرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Sep 11 2023 9:47 AM
د اجمیر کانال وضعیت د ارزونې په موخه د کرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په مشرۍ د کرنې، مالیې، ښار جوړونې، چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ د رییسانو په حضور کې د کابل په ښار کې د اجمیرکانال د بیارغونې د چارو د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د اسلامي امارت در یاست الوزراء په لارښوونه او د کابل ښار د نهمې حوزې د ده سبز ولسوالی د خلکو په غوښتنه جوړه شوې وه، ترڅو په ترڅ کې یې د اجمیر کانال د ښه ترمیم پر څرنګوالي  خبرې اترې او د نظرونو تبادله ووشي.
د غونډې ګډونوالو د موضوع په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د کرنې وزارت د اوبولګولو دمرستیال له لوري یو پلاوی وګومارل شو چې د موضوع د بېلابېلو اړخونو د څیړلو او څارنې په موخه دې موضوع وڅېړي او په اړه یې راپور چمتو کړي، چې د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شي.
د اجمير کانال د محمودخان پله له سيمې پيلېږي او له نهمې ناحيې څخه د ده سبز پر لوري تېرېږي او د يادې ولسوالی ځمکې خړوبوي. دغه کانال څه باندې څلویښت کاله مخکې جوړ شوی او بیارغونې ته اړتیا لري. د کابل ښاروالۍ په پام کې لري، چې دغه کانال بیا ورغوي څو خلک ترې سمه ګټه پورته کړي.

جلسه‌ی به منظور بررسی وضعیت کانال اجمیر در وزارت زراعت برگزار شد 
جلسه‌ای به سرپرستی مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با حضور روئسای از وزارت زراعت، مالیه، شهرسازی، محیط زیست و شاروالی جهت بررسی ترمیم کانال اجمیر شهر کابل دایر گردید.
جلسه به اساس هدایت مقام ریاست الوزراء امارت اسلامی و تقاضای مردم ولسوالی ده‌سبز و ناحیه نهم شهر کابل دایر شده بود تا روی چگونگی ترمیم بهتر کانال اجمیر بحث و تبادل نظر صورت گیرد.
اعضای جلسه نظریات خویش را پیرامون موضوع شریک ساخته و هیئتی از طرف معین آبیاری وزارت زراعت جهت بررسی و مشاهده ساحه تعین گردید تا جوانب مختلف موضوع را سنجش نموده و گزارشی از آن تهیه نمایند تا تقدیم رهبری امارت اسلامی افغانستان شود.
کانال اجمیر از ساحه پل محمودخان آغاز و از مسیر ناحیه نهم گذشته به سمت ده سبز می‌رود و زمین‌های آن ولسوالی را آبیاری می‌کند. این کانال حدود ۴۰ سال پیش اعمار شده بود و نیاز به ترمیم دارد.  قرار است شاروالی کابل این کانال را ترمیم کند تا مردم از آن بصورت بهتر استفاده نمایند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS