همکارو مؤسسو سره د هوکړه لیک لاسلیک کولو د بهیر د چټکتیا په موخه د کرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه

mail-admin
Wed, Sep 06 2023 4:30 PM
همکارو مؤسسو سره د هوکړه لیک لاسلیک کولو د بهیر د چټکتیا په موخه د کرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه

۱۵ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د پلان او پالیسۍ رییس او د همکارو مؤسسو د فعالیتونو او پروژو د ارزونې کمېټې مشر مولوي معاذ الله عادل په مشرۍ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د چارواکو په شتون کې غونډه دائره شوه.
دغه غونډه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د فعالو بنسټونو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک کولو د پروسې د چټکتیا په موخه جوړه شوې وه، په کې د بنسټیزو پروژو پر تطبیق، د کارونو په پرمختګ کې د همغږۍ او د ټاکل شوې کړن لارې مراعتولو پر پیاوړتیا ټینګار وشو. 
په دې کتنه کې د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي معاذ الله عادل له همکارو مؤسسو سره د همکارۍ په برخه کې د کرنې وزارت د ژمنو په اړه خبرې وکړې او له هغوی څخه یې د اغېزناکو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه: «همکارې پروژې باید عادلانه او په هغو ولسوالیو کې چې خلک ورته اړتیا لري د ادارې کړنالرې مطابق باید صادقانه او ګټورې چارې ترسره کړي.»
په دې کتنه کې د اوچا دفتر مشرې مېرمن ګلوریا، د پاملرنې موسسې مشر جورام، په افغانستان کې د اوچا دفتر کارکوونکو شمس خلیل او ډاکټر فاطمي د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او نورو سکتورونو په برخه کې د یادې ادارې فعالیتونه تشریح کړل او  د پروژو د پلي کولو په برخه کې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.


جلسه به‌منظور تسریع روند امضای تفاهم‌نامه با موسسات همکار در وزارت زراعت برگزار شد
  ۱۵ سنبله ۱۴۰۲ هـ ش
جلسه‌ای به رهبری مولوی معاذ الله عادل رئیس پلان و پالیسی و کمیته بررسی فعالیتها و پروژههای موسسات همکار با اشتراک مسوولان  دفتر هماهنگ کننده امور بشردوستانه سازمان ملل متحد در افغانستان (اوچا) دایر گردید.
این جلسه که به منظور تسریع روند امضای تفاهم نامه میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و موسسات فعال در بخش زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شده بود در آن بر تطبیق پروژه‌های بنیادی، تقویت هماهنگی در پیشبرد امور و مراعت طرزالعمل کاری تعین شده تاکید شد.
مولوی معاذ الله عادل رئیس پلان  و پالیسی وزارت زراعت در این جلسه از تعهد وزارت زراعت مبنی بر همکاری با موسسات همکار سخن زده و از آنها خواست تا پروژه‌های موثر را تطبیق نمایند: « پروژه همکار باید عادلانه و طبق طرزالعمل موسسه در ولسوالی‌های که مردم نیازمند است کار صادقانه و  مفید را انجام دهند».
در این دیدار خانم گلوریا مسوول دفتر اوچا، جورم مسوول موسسه پاملرنه، شمس خلیل و داکتر فاطمی کارمندان دفتر اوچا  در افغنستان فعالیت‌های نهاد های متذکره  را در بخش زراعت، آبیاری و مالداری و سایر بخش‌ها ‌بیان نموده و خواهان همکاری وزارت زراعت در جهت تطبیق پروژهای کاری شان شدند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS