نورستان کې سږکال پر ۷ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

mail-admin
Wed, Sep 06 2023 2:08 PM
نورستان کې سږکال پر ۷ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۱۵ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ ددې ولایت مرکز پارون کې ۱۰۰ بزګرانو ته د کروندې د ورځې په مناسبت د غنمو دکرکیلې او حاصل ټولولو په پار خبرې وکړې.
په دې پروګرام کې د غنمو اصلاح شوی تخمونو اهمیت، کرنه، اوبولګول، د سرې استعمال، خېشاوه، حاصل ټولول او داسې نورو کرنیزو عملیاتو په هکله بزګرانو ته معلومات وړاندې شو.
په همدې حال کې د نورستان دکرنې ریاست چارواکي بزګرانو ته په خبرو کې وویل، چې د نورستان دکرنې ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ سږکال ددې ولایت پر ۷ زره  بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشي او د غنمو د کتاري کرکیلي دودولو او نورو عملیاتو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې هم جوړوي.
ددغو اصلاح شویو تخمونو او روزنیزو پروګرامونو موخه په دې ولایت کې د غنمو حاصلاتو زیاتوالی، د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د غلو دانو ړه اړخه هېواد پر ځان بسیا کول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS