ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛ ۲۵۰ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل ورکول کېږي

mail-admin
Mon, Aug 28 2023 2:53 PM
ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛ ۲۵۰ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل ورکول کېږي

۶ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې د «ار، پي، اس، اف» پروژې تر چتر لاندې د  جلال اباد ښار په ګډون ۷ ولسوالیو کې څارویو ته د چنجیو ضد درملو د تطبیق چاري روانې دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبواګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د جلال اباد ښار په ګډون چپرهار، مومندرې،  لعلپوري،  بهسود،  کامه،  ګوشته او کوزکونړ  ولسوالیو کې ۲۵۰ زره راسه وړو او لویو شخوند وهونکو څارویو ته د چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې روانې دې؛  چې تردې دمه ۵۵ زره راسه لویو او وړو شخوند وهونکو څارویو ته د چنجیو ضد درمل تطبیق شوي او د نورو د تطبیق چارې هم روانې دي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه د یادو درملو د تطبیق موخه په لویو او وړو شخوند وهونکو څارویو کې د داخلي پرازیتونو،  چینجیو له منځه وړل،  د محصولاتو زیاتوالي، د حیواناتو د مړینې د کچې کموالی او د مالدارانو د عاید لوړوالې په موخه ورکول کېږي.  
دغه راز د هالینډ کمیټه په ننګرهار کې د درملو سربېره د هګیو چرګانو،  حیوانې خوراکې وېش،  حیوانې کلینیکونو،  کوچني د خوراکې زېرمتونونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې هم د مالدارانو لاسنیوي کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS