پکتیا کې د کارونو د چټکتیا او پراختیا په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Aug 28 2023 9:23 AM
پکتیا کې د کارونو د چټکتیا او پراختیا په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

۶ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د کارونو پراختیا او چټکتیا په پار ددې ریاست رییس مولوی عبدالرؤف سعید په مشرۍ د پکتیا ولایت د ولسوالیو دکرنې له کارکوونکو سره ناسته دائره شوه.
په ناسته کې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالروف سعید، د طبیعي سرچینو آمر مولوي زاهب الله ارسلا، د اراضي آمرینو او د ولسوالیو د ترویج، مالدارۍ او ادارضی مدیرانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د ولسوالیو کارکوونکود خپلو کړنو راپورونه او لاسته راوړنې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل او په خپلو برخو کې ستونزې هم شریکې کړې.
 د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید د پروژو د ښه ترسراوي او څارنې په اړوند د ښو اجراتو لارښوونې وکړې او د ولسوالی له کارکوونکو يې غوښتنه وکړه، چې د حاضرۍ پابنده اوسي، او خپلې چارې بې له ځنډه په خپل وخت ترسره کړي.
همداراز ښاغلي ارسلا د ولسوالیو کارکوونکي په خپلو برخو کې خپلو کارونو ته متوجه کړل، نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې چارې په خپل وخت او په سم ډول سرته ورسوي، د غونډې په پای کې يو لړ مهم تصميمونه هم ونيول شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS