هلمند کې په ۴۰ بې زوله او اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې

۲۶ زمری ۱۴۰۲ه.ش
۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې (یو این او ډی سی) په مالي او له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (داکار) مؤسسې په تخنیکی همکارۍ، ددې ولایت په مارجې ولسوالی کې پر ٤٠ بېوزلو او اړمنو کورنیو د شېدو وزې او یوه اندازه تخمونه وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ٢راسه وزې، ٤مرغومان، ٥٠کیلوګرامه د جوارو او ١کیلوګرام د شپشتو تخمونه وېشل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې د نوموړو کورنیو د تشخیص، انتخاب او وېش چارې د ګډې کمیټې لخوا په شفاف ډول ترسره شوي دي.
د چارواکو په خبره دغه مرستې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او دغه راز د مالدارانو د هڅونې په موخه ترسره شوی دی.