د ځنګلونو پر ساتنې او خوندیتوب د مالي او اداري  مرستیال ټینګار

mail-admin
Wed, Aug 16 2023 10:18 AM
د ځنګلونو پر ساتنې او خوندیتوب د مالي او اداري  مرستیال ټینګار

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار دره نور ولسوالی ته د خپل سفر پر مهال په داسې حال کې، چې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند هم ورسره و، د یادې ولسوالی له ځنګلونو او څړځایونو څخه لیدنه وکړه او د ځنګلونو پر ساتنې او خوندیتوب یې ټینګار وکړ. 
مالي او اداري مرستیال ځنګلونه د هېواد ملي شتمني وبلل او له سیمه ییزو چارواکو یې وغوښتل، چې د ځنګلونو په ساتنه کې جدي هلې ځلې وکړي.
په ورته وخت کې  مالي او اداري مرستیال او ورسره مل پلاوي د لمر هایدروید په نوم د برېښنا له یوه بند څخه هم لیدنه وکړه، چې له اوبو او لمر  څخه د ۳۴۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او له دوو زرو څخه د زیاتو کورنیو د برېښنا اړتیاوې پوره کوي. 
د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالی ځنګلونو او څړځایونو څخه د لیدنې په ترڅ کې دننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند، مولوي غلام الرحمن کظیم د ننګرهار د کانال رييس، د ننګرهار دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د کرنې وزارت ویاند او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدين مستعین، د مالي او اداري مرستیال تخنیکي سلاکار امین الله ځواکمل،د ننګرهار د سیمه ییزو ادارو یو شمېر رییسانو او د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو ولسوالان دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوله.

تاکید معین مالی و اداری بر حفاظت از جنگلات
معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان سفر به ولسوالی دره نور ولایت ننگرهار در حالیکه که ملا محمد نعیم آخند والی ننگرهار وی را همراهی می‌کرد از جنگلات و ساحات علفچر ولسوالی متذکره بازدید کرده و تاکید بر حفاظت از جنگلات کرد.
معین مالی و اداری از  جنگلات منحیث سرمایه ملی کشور یاد کرده و از مسوولان محلی خواست تا در حفاظت از جنگلات کوشا باشند.
ولسوالی دره نور یک ولسوالی کوهستانی است که دارای ۱۸ هزار ۱۶۰ هکتار پوشش جنگلی می‌باشد.
در همین حال معین مالی و اداری و هیئت همراهش وزارت زراعت از یک بند برق  بنام لمر هایدرید که ظرفیت تولید  ۳۴۰ کیلووات برق از آب و آفتاب را داشت  و نیازمندی برق بیش از دو هزار خانواده را تامین می کند نیز دیدار کرد.
در جریان بازدید از جنگلات و ساحات علفچر ولسوالی دره نور ولایت ننگرهار معین مالی و اداری وزارت زراعت را ملا محمد نعیم آخند والی ننگرهار، مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت ننگرهار، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت، امین الله زواکمل مشاور تخنیکی معین مالی و اداری، شماری از روئسای ادارات محلی ننگرهار و لسوالان ولسوالی‌های مختلف ننگرهار همراهی می کردند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS