د هلمند دوو ولسوالیو کې له یوشمېر کروندګرو و مالدارانو سره مرستې وشوې

mail-admin
Mon, Aug 14 2023 2:01 PM
د هلمند دوو ولسوالیو کې له یوشمېر کروندګرو و مالدارانو سره مرستې وشوې

۲۳ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې یا  ډی سي اي مؤسسې په مالي همکارۍ ددې ولایت د ګرمسېر ولسوالی ١٨٠ تنو بزګرو سره د کیمیاوي سرو مرسته وشوه .
ددي مرستو په لړ کي هر بزګر ته ۵۰ کيلو ګرامه سپینه سره ورکړل شوی دی.
ديادوني وړ ده، چې يادو بزګرانو ته تر دې وړاندې  د انساني قاچاق او نورو ملکونو ته دغير قانوني مهاجرت د زيانونو، دکرني په برخه کي داوبو لګولو، کيمياوي سرو استعمال او کرنیز تناوب په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوي دي.
په همدې حال کې د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرایمو پر وړاندې د مبارزې دفتر په مالي او  له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (ډاکار) په تخنیکي همکارۍ دهلمند ناوې ولسوالی کې ٩٠ تنو بزګرو او مالدارنو  ته د مالدارئ اړوند د روغتیا ساتنې توکي وېشل شوي دي 
ددې مرستې په لړ کې د موسی زیو، خرابې او سلطانزیو سیمو کې هر بزګر او مالدار ته چې مخکې د غواګانو لپاره ورته غوجلې هم جوړې شوې وې دامهال ورته  موزې، دستکشې، له پراشوټ څخه جوړ کالي، صابون او ګلسرین ورکړل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې نوموړیو بزګرو او مالدارانو ته د حفظ الصحې په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوي دي.
ددغو مرستو موخه د کروندګرو او مالدارانو اقتصادي وده او په ټوله کې د کرنې او مالدارۍ سکټور پراختیا ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS