د ننګرهار دکرنې ریاست: د مؤسسو او پروژو د نویو کړنو په تړاو د همغږۍ غونډه وشوه

mail-admin
Mon, Aug 14 2023 1:53 PM
د ننګرهار دکرنې ریاست: د مؤسسو او پروژو د نویو کړنو په تړاو د همغږۍ غونډه وشوه

د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او اکشن آیډ پروژو مسولینو د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد سره د نویو پروژو د معرفي کولو  په تړاو ناسته ترسره کړه.
په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداري مسول خوشحال اصفي وویل: « د ننګرهار په بټي کوټ،  کوزکونړ، رودات،  بهسود، کامه،  جلال اباد ښار،  شینوارو،  سره رود،  مومندره،  لعلپوره،  ګوشته،  هسکه مېنه،  دره نور،  خوږیانو، پچیراګام،  چپرهار،  حصارک او شیرزاد  ولسوالیو  کې ۸ زره ۹۷۳ نارینه او ښځینوو ته کورنۍ باغچې، مرخیړیو، څارویو متراکمه خوراکي توکي، د کار په مقابل کې د نغدو پیسو وېش، شاتو مچیو ترویج،  وړی شني خونې،  سویابینو تخمونه او د کورنیو چرګانو ورکړي پروګرامونه پلې کوو» .
دغه راز اصفي زیاته کړه، چې دمګړې په ننګرهار کې د ۲۵ زره بزګرانو د غنمو سروې روانه ده؛  چې په ډېری ولسوالیو کې سروي پاي ته رسیدلې ده.
په همدې حال کې، د ننګرهارد کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د یادو پروژو او مؤسسړ مسؤلینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS