د هلمند ناوه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۸ زمری ۱۴۰۲ه.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ولایت د ناوې ولسوالی اړوند اڅکزو ښاخ او نیګارین کې د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په مالي همکارۍ، دحیواناتو څخه و انسانانو ته دساری ناروغیو د لیږد مخنیوی په اړه ٣٠ تنو مالدارانو ته عامه پوهاوی ورکول شو.
ددې ترڅنګ نوموړو مالدارانو سره د کورک او د بزو دوړیو څخه دصنعت په موخه دارزښت اړوند معلوماتونه شریک شول، او ترڅنګ له مالدارانو څخه د وړیو درانیولو او سوداګرو سره د د اړیکو برابرولو برخه کې ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
همدارنګه د نوموړې ولسوالی اړوند سرخدز سیمه کې، ٢٥ تنو بزګرو ته د انساني قاچاق، نورو هېوادونو ته د مهاجرت مخنیوی او د دنوبتي کرمې په هکله فني معلومات ورکړل شول.