کونړ کې د شېدې ټولولو درې مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۹:۲۶
کونړ کې د شېدې ټولولو درې مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴ لړم ۱۳۹۹
د کونړ ولایت په مرکز او ددې ولایت په شیګل او څوکۍ ولسوالیو کې د شېدې ټولولودرې مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او ترڅنګ یې ددې ولایت پر ۴۵ مخکښو مالدارانو د غواوو لوشلو صحې کڅوړې او ووېشل شول.
ددغو مرکزونو د جوړولو او د شېدې لوشلو د صحي توکو د وېش ټولیز لګښت ۳۵ میلیونه او ۷۱ زره او ۵۵۰ افغانۍ ده.
یاد مرکزونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ جوړې شوي دي.
ددغو مرکزونو په جوړولو کې، د مرکزونو ودانۍ جوړول او د شېدې ټولولو د یادومرکزونو د اړتیاوړ ټکنولوژۍ شامل دي.
د دغو مرکزونو د یوې هغې وړتیا په ورځ کې دوهزره لیټره شېدې دي.
دغه مرکزونه له مالدارانو شېدې راټولوي او بیا یې د پروسس د کمپنیو په واک کې ورکوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت