کندهار کې سږ ۳۷ سوداګریزې شنې خونې رغول شوي دي
۱ غویی ۱۳۹۹
كندهار په جنوبي حوزه كې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته به د ژمي په موسم كې هم په دې وتوانېږي چې د سبو کرکېله وکړي او د هېواد نورو ولايتونو ته هم سابه او ترکارۍ صادر کړي.
د كندهار د بزګرو د خولې خبره ده چې پخوا به یې سابه د ژمي په موسم كې له كوټې او چمن څخه رااړوله، خو اوس دغه واردات بند شوي دي. كندهاريان وايي، خوشاله دي چې اوس د پاكستاني خوسا شويو تركاريو پر ځاى تازه او د خپلې خاورې سابه كورونو ته وړي.
د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رایاست چارواکي وایي، چې د نورو وړو شنوخونو ترڅنګ سږ کال ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۷ سوداګریزې شنې خونې هم جوړې شوي دي، چې د بزګرانو په عوایدو کې مثبتې اغېزې لري.
د کندهار اوسیدونکي خوشاله دي، چې هېوادوال يې د سبو په برخه كې د بسيا كېدو پرخوا روان دي. دوی وایي: «مخکې تر دې چې زموږ په ولایت کې شنې خونې نه وې موږ مجبور ووچې له بهره وارد شوي خوسا او بېکاره سابه او ترکارۍ و پېرو، خو اوس د شنوخونو له بركته بادرنګ، بېنډۍ، بانجان او روميان په ژمي كې هم ترلاسه كېږي.»
شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د کندهاریانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي.
