پکتیا کې د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۲۰:۱۷
پکتیا کې د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو
 
۲۹ غبرګولی ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د یوې برنامې په ترڅ کې د وړو شخوند وهونکو څارویو د طاعون او دغه راز د څارویو د بروسلوز ناروغیو پر وړاندې د واکسینو کمپاین ددې ولایت د پټان له ولسوالۍ څخه پیل شو، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې وړې شخوند وهوونکي څاروي د طاعون او دغه راز د بروسلوز پر وړاندې واکسینیږي.
د پکتیا د کرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې کمپاین په لړ کې د یاد ولایت کوچني شخوند وهوونکي څاروې د طاعون او د بروسلوز پر وړاندې واکسین کړي.
ددې کمپاین په پلي کولو سره د کرنې وزارت موخه داده، چې په دغو واکسینونو سره په دې ولایت کې د کوچنیو شخوند وهونکو څارویو د طاعون او دغه راز د بروسلوز ناروغۍ، چې په انسانانو او څارویو کې یوه ګډه ناروغي ده په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي او هيڅ انسان او یا حیوان نور په دې ناروغۍ اخته نه شي.
بروسلوز يا حيواني محرقه د څارویو او انسانو تر منځ یوه ګډه باکتریايي ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته د خامو شیدو څښلو، له سقط شوي جنین او نورو پاتې شونو سره د تماس او د ککړو زراتو د تنفس له لارې لېږدي.
د بروسلوز واکسين یواځې ښځينه څارويو ته ورکول کېږي ځکه، چې هغوی د تکثر، توليد او تناسل وړتيا لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت