هلمند کې د پستې ۵۰ جریبه بڼونه جوړیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۴:۵۷
هلمند کې د پستې ۵۰ جریبه بڼونه جوړیږي

۲۳ وږی ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، ټاکل شوې چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالداررۍ ملي برنامې «NHLP» او د «مرسي کور» بدیل معیشت پروګرام له لارې ځمکوالو او بڼوالو ته د پستې ۵۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي ددې پروسې په لړ کې په دې ولایت کې د پستې ۵۰ جریبه نوی بڼونه جوړیږي.
ښاغلي الکو زیاته کړه، چې په همدې موخه د کرنې ریاست له خوا د مرسي کور دبدیل معیشت پروګرام په همکارۍ د مرکز لښکرګاه او نهرسراج ولسوالیو څه باندې ۱۰۰ تنو بڼوالو او ځمکوالو ته د پستې نیالګیو د پیوند په پار روزنیز پروګرام په لاره واچول.
ګډون والو ته په دې پروګرام کې د پستې نیالګیو پیوند، د ځمکې ډیزاین او نقشې او همداراز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شول.
په هلمند کې د پستې ۵۰ جریبه نوي بڼونه په داسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د پستې ۳۱۴ جریبه بڼونه جوړې شوې دي، چې د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم وهڅول، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار د ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې پر ۲. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۲۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د. . .

بازگشت