ننګرهار کې پر یوشمېر بزګرانو د ممپلیو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳۱ - ۱۰:۳۸
ننګرهار کې پر یوشمېر بزګرانو د ممپلیو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي
 
۳۱ غبرګولی ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت اړوند د « SNapp2» برنامې په همکارۍ ددې ولایت په څلورو ولسوالیو «خوږیانی، پچیراګام، ده بالا او شیرزاد» کې پر ۶۵۰ بزګرانو د ممپلیو د اصلاح شوي تخمونو د وېش لړۍ پیل کړئ دی.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې د ننګرهار د یادو څلورو ولسوالیو خاوره اوبه او هوا د ممپلیو کرکېلي، پالنې او روزنې ته مناسبه ده، په همدې موخه دیادو ولسوالیو پر یوشمېر بزګرانو د ممپلیو اصلاح شوي تخمونه وېش ترڅو په دې ولایت کې د ممپلیو کرکېله پراخ او تولیدات یې ډېر شي.
اصلاح شوي تخمونه د محلي تخمونو په پرتله په في جریبه ځمکه کې له ۲۰تر ۳۰ منه زیات تولید لري او ترڅنګ یې د محصول کیفیت هم ښه وي، چې په بازار کې په ښه بیه خرڅیږي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د « SNapp2» برنامې په همکارۍ په ننګرهار ولایت د ممپلیو پروسس کوونکو او بزګرانو ترمنځ هوکړه شوې، چې پر بنسټ یې د ممپلیو پروسس کوونکي له بزګرانو د بازار څخه په ښه بیه ممپلۍ اخلي او د لېږد اسانتیا هم ورته برابروي.
ځمکنی بادام یا ممپلي هغه خوندور مغزدي، چې ډېر زیات مینه وال لري. ممپلي نه يوازې خوندور خوراکي توکي دي، بلکه ډیرې نورې ګټې هم لري. ممپلي د سرطان په مخنیوي کې ګټور خواړه دي، همداراز د هډوکو ځواکمنولو لپاره غوره مېوه ده. ممپلي اعصاب پیاوړي کوي او حافظه ښه کوي، ممپلي د سږو لپاره خورا ګټور دي، په دې کې داسې طبیعي منرالونه شتون لري چې سږو ته قوت ورکوی.
دغه مغزي محصولات د نورو مغزي محصولاتو په پرتله په نړۍ کې یو په درېیمه برخه کرل کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت